تاجیکستان نن دوشنبه سهار افغانستان ته خپله لیږدیدونکې ۳۵۰ میګاواټه برښنا ۴۰ میګاواټو ته کمه کړه.
د افغانستان برښنا شرکت د تاجیکستان دا پریکړه یاد هیواد کې د اوبو کموالی بللی دی.
ویل کیږي تاجیکستان د اوړي موسم کې د برښنا کموالي سره مخ کیږي، نو له همدې امله پر افغانستان برښنا کموي، خو په ژمي کې چې اوبه زیاتې وي افغانستان ته د پام وړ برښنا ورکولی شي.
برښنا شرکت وایي اوس حال کې له اوزبیکستان هیواد سره خبرې کوي، ترڅو د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو برښنا تامین کړي.
که څه هم ولسمشر غني په لومړي سر کې د اوبو بندونو جوړولو او د سیمې هیوادونو ته برښنا صادرولو ژمنې کړې وې، خو اوس له شاوخوا شپږو کلونو تیریدو وروسته لیدل کیږي چې د بهرنیو هیوادونو له برښنا پرته د افغانستان زیاته برخه تیاره وي.