د افغان سیکانو اتمه ډله هم نن یکشنبه د افغانستان پرېښودلو په نیت هند ته ولاړه.
کابل کې د هندوستان سفارت ویلي چې د افغان سیکانو دغه ډله نن له خپلو کورنیو سره هند ته لیږدول شوې ده.
ویل کیږي دوی په افغانستان کې د نا امنیو له امله له هند څخه د تابعیت اخیستلو غوښتنه کړې ده.
له افغانستانه د سیکانو د تیښتې بهیر له هغه وروسته پيل شو، چې کابل کې د سیکانو پر یوه درمسال برید وشو.
په دغه بیره کې ۲۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.