طالبانو ملګرو ملتونو ته د افغان دولت له خوا د بندیانو خوشې کیدو ټکني بهیر له امله شکایت کړی دی.
قطر کې د طالبانو یو شمیر غړو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر سره په ویډیویي ناسته کې همداشان د ملکي تلفاتو او د سولې پر وړاندې د پيدا شوو خنډونو په تړاو هم خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې رپوټونه وایي افغان دولت تیره شپه ۵۰ نور طالب بندیان خوشې کړي دي.
ملي امنیت شورا تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.
افغان دولت ادعا کوي چې د طالبانو زیات شمیر بندیان له بندخونو تر وتلو وروسته بیا د جګړې ډګر ته ځي او د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.
بله خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونه د خوشې شوو بندیانو بیا نیولو لپاره عملیات کوي، کوم څه چې د دوی په وینا سرغړونه او لمسوونکې دي.
بله خوا، افغان سولې ته د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد یو شمیر هیوادونو ته د سفرونو نوې لړۍ پيل کړې ده.
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډونو لرې کول، د دې سفرونو موخه بلل شوې ده.ش