د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې د دوو موټربم چاودنو په پایله کې ۲ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ویلي دا بریدونه تیره شپه یوولس بجې د لښکرګاه ښار ۶۰۱ شهرا کنډک پرامنیتی پوستو باندې شوي دي.
دځواک په خبره دوی له وړاندی ددې موټربم بریدونو په هکله خبر درلود او امنیتې ځواکونو ته زیات زیان ځکه ندی اوښتی چې هغوی تیاری نیولی و.
خو یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي یک ټلویزیون ته وویل چې په دې برید کې اته افغان سرتیري وژل شوي دي.
د یادولو ده چې پنځه ورځې وړاندې هم په هلمند ولایت کې دوو موټربم چاودنو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.