افغان سولې ته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د قطر، پاکستان، کابل، ناروې او بلغاریا په سفر وتلی دی.
خلیلزاد پخوا هم په کراتو پر افغان سولې خبرو لپاره د سیمې هیوادونو ته سفرونه کړي دي، خو دا ځل دا سفر داسې وخت کې کیږي چې بین الافغاني خبرې له پيلیدو لږ څه وړاندې د بندیانو پر سر اختلافونو له امله له بندښت سره مخ شوې دي.
د دې سفرونو موخه د بین الافغاني خبرو پر وړاندې رامنځته شوو خنډونو لرې کیدل بلل شوي دي.
افغان حکومت د طالبانو د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو خوشې کیدو سره مخالفت کړی دی، خو تیره ورځ پنځوس تنه نور داسې بنديان له پلچرخي خلاص شوي چې افغان حکومت يې د خلاصون مخالفت کاوه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بنديانو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو دا چاره لا زياتو هڅو ته اړتيا لري.