د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي له نهو کلونو ۱۷۷ کم عمره ماشوما چې نوي زیږیدلي هم پکې دي، پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دغه وزارت له خلکو غواړي چې د کرونا ویروس تر ختمیدو، د ماشوم پیدا کولو کې واټن مراعات کړي، ترڅو ماشومان او میندې دواړه خوندي پاتې شي.
د همدې ترڅنګ، د نوزیږدو ماشومان متخصصین وایي د مور په نس یا د زیږون پر مهال پر کرونا د ماشومان د اخته کیدو احتمال کم دی، خو ښه داده چې تر زیږون وروسته تر جدي څارنې لاندې ونیول شي.
دا اندیښنې داسې حال کې مطرح کیږي چې لاهم افغانستان کې د کرونا ټیسټونو له منځه، له شلو تر دیرش سلنه یې مثبت اعلانیږي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې هم ۱۴ تنه د کرونا له امله مړه شوي او ۶۰ نور تازه پرې اخته شوي دي.