د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت معروف ولسوالۍ کې د پریکنده ملاټر ماموریت ځواکونو هوایي برید په پایله کې۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
دغه برید تیره شپه هغه مهال ترسره شوی چې طالبانو د دې ولایت معروف ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو برید کړی و.
دوه شپې مخکې هم د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پریکنده ملاټر ماموریت برید په پایله کې،۳۶ وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.