د بغلان لویو لارو په اوږدو کې د طالبانو وتل او له لویو بار وړونکو موټرو پیسې اخیستل، موټر چلوونکي اندیښمن کړي دي.
موټر چلوونکي وایي طالبان د پلخمري ښار (چشمه شیر) اړوندو سیمو کې د پلټنې تمځایونه جوړوي او له بار وړونکو موټرو په زوره پیسې اخلي.
د بغلان اوسیدونکي او مدني فعالان هم وایي د دې وضعیت دوام به په دغه لاره د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند کړي.
دوی پر دغه لویه لاره د عملیاتو د ژر پيلیدو او د طالبانو د شړلو غوښتنه کوي.
د تور محمد په نوم یوه موټر چلوونکي زموږ سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دوی وخت نا وخته پر دغه لویه لاره د طالبانو له خوا درول کیږي او پيسې ترې اخیستل کیږي.
د خبیر احمد او بابه جان په نومونو دوو تنو مسافرو چې پر دغه لاره یې سفر کاوه؟، ویلي د طالبانو له لوري د موټرو درول، له یوې خوا د لارې د بندیدو لامل ګرځي او له بلې خوا طالبان بې شمیره پیسې له خلکو وهي.
د عبدالقیوم شریعتي او محمد مشعل شهیر په نوم دوو تنو مدني فعالانو له حکومته غوښتي چې د دغې لارې په اوږدو کې پوځي عملیات پيل کړي او یادې سیمه له طالبانو پاکې کړي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې د هیواد زیات شمیر ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او د جګړې د دواړو خواوو مرګ ژوبله تر پخوا زیاته شوې ده.