د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هرات کې وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې له څیړنو ملاټر کوي.
خلیلزاد زیاته کړي چې د خپاره شویو انځورونو او د پیښې شاهدانو پر بنسټ په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ګن شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي.
خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د بین الافغاني خبرو وخت نږدې شوی دی او ښکیل لوري باید له ملکي وګړو څخه ساتنه وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو یوې غونډې باندې د هوایي برید له امله د طالبانو ډلې۴۵ غړي وژل شوي او پنځلس نور یې ټپیان دي.
د هرات والي مطبوعاتي دفتر هم ویلي چې په دې غونډه کې ټول شویو کسانو په هرات ښار کې د بریدونو ترسره کولو لپاره پلان جوړاوه.
د هرات والي دفتر د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې برید کې د طالبانو یو شمیر مهم قوماندانان عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح الله اکبري ، ملا محمد مشهور په ادریس او ملا عبدالحق مشهور په اسامه هم وژل شوي دي.
طالبانو ویلي دي په دې برید کې شلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ملي دفاع وزارت د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ عملیاتو کې ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او څیړنې لاهم دوام لري. دغه وزارت وایي دا عملیات د کشف شوو انځورونو او ثبت شوو ویډیوګانو له مخې شوی دي.
بله خوا د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله منلي چې دغه پيښه کې ګڼ شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عبدالله عبدالله ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتیدل او د ملکي وګړو مرګ ژوبله د توجیه وړ نه دي.
د ده په وینا تمه وه چې د بین الافغاني خبرو پیلیدو سره تاوتریخوالی کم شي او د مذاکراتو لومړنی پړاو ته لاره پرانستل شي.