د امریکا د کانګرس یو شمیر استازو ویلي که چیرې طالبان، داعش او القاعده په افغانستان ونه ځپل شي، نو دوی به اړ شي چې امریکا کې ورسره جګړه وکړي.
امریکایي قانون جوړوونکو له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتلو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اختیاراتو محدودولو اصلاحیې ته هم مثبته رایه ورکړې ده.
دغه اصلاحیه به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو او پوځي بودجې کمولو کې د ټرمپ صلاحیتونه محدود کړي.
دغه اقدام له افغانستان د امریکایي ځواکونو بشپړ وتلو یوې طرحې په غبرګون کې شوی دی.
سپینې ماڼۍ د دغې اصلاحیې په غبرګون کې ویلي که چیرې دغه اصلاحیه الزامي شي، نو ټرمپ به یې ویتو کړي.
بله خوا، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي افغانستان کې د بندیانو بدلون کې بندښت د سولې بهیر په ټپه درولی دی.
خو د افغانستان دولت د سولې بهیر کې بندښت نه مني، وایي چې د سولې بهیر پرمخ بیولو لپاره زیات عملي ګامونه پورته شوي دي.