د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم وایي افغانستان کې جګړه طالبانو سره د سولې په کولو سره پای ته نه رسیږي.
نوموړي یک تلویزیون سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي، جګړه ځکه دوام کوي چې طالبانو کې د حقاني شبکه هیڅ کله سولې ته غاړه نه ږدي او همداشان داعش او القاعده ډلې بیرته سرا پورته کوي.
دوستم ویلي د ملا عمر زوی ملا یعقوب، د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د طالبانو د سیاسي دفتر غړی ملا فاضل قطر کې له امریکا سره هوکړه کړې چې له جګړې به لاس اخلي.
د ده په وینا حقاني شبکه په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې مشري کوي.
ښاغلي دوستم دا څرګندونې د مارشالۍ رتبې له ترلاسه کولو وروسته یک تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کړې کړي دي.
هغه له حکومت او نړیوالو غوښتي چې افغانستان کې د جګړې مشرتوب ورکړي.
دوستمټینګار وکړ چې کولی شي د شپږو میاشتو په اوږدو کې طالبان له ماتې سره مخ کړي.
مارشال دوستم افغانستان کې په تیرو څلور لسیزو کې په سیاسي او جنګي وضع کې د پام وړ رول لوبولی دی.
که څه هم هغه د زیاتو خلکو له خوا د بشر ضد کړنو باندې تورن دی، خو په شمال کې اوزبکو قوم لپاره د یوه اتل مقام لري.