د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي تیرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو د بریدونو په ځوابي حملو کې ۵۳ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
دغه قول اردو نن چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې وسله والو طالبانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فاریاب ولسوالۍ په دولت اباد، شرین تګاب، او کوهستان او همداراز د بلخ ولایت په شولګرې، چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر موقعیتونو بریدونه وکړل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د یادو ولسوالیو د میشتو امنیتي ځواکونو په ځوابي برید او د هوایي ځواکونو په ملتیا د طالبانو د څلورو سرګروپانو په ګډون د دوی۵۳ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۴ تنه یې ټپيان شوي او د دوی اړوند ۹ عرادې وسایط او یو شمیر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د قول اردو په وینا په فاریاب ولایت کې دوه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او نور چاته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو د دې بریدونو په اړه نظر نه دی ورکړی.
د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته تمه وه چې افغانستان کې به تاوتریخوالي کچه کمه شي، خو ښکاري چې یاد تړون نه یواځې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې د جګړې لمن یې لا پسې پراخه کړه.