کابل کې د امریکا شارژدافیرو راس ویلسن د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره په ویډیویي خبرو کې د بین الافغاني خبرو پر ژر پيلیدو ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي اتمر او ویلسن د سولې روان بهیر، د بندیانو تبادلې، د مذاکراتو ژر پیلیدو او د تاوتریخوالي کمیدو باندې مفصلې خبرې کړي دي.
د امریکا شارژدافیر پرون په خپله ټویټر پاڼه کې هم ولیکل چې د امریکا متحده ایالات تمه لري چې د افغانانو ترمنځ خبرې ژر پيل شي.
دا په داسې حال کې دي چې ښکاري د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر له بندښت سره مخ شوی دی.