د ولسمشر ویاند، صدیقي صدیقي ویلي داسې هیڅ کومه سروې نه ده شوې چې وښيي د افغانستان ۹۰سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان کې ۹۰سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ولسمشر غني دا څرګندونې په هیواد کې زیات غبرګونونه وپارول.
صدیقي صدیقي چې نن سه شنبه یې کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل افغانستان کې د بې وزلۍ کچې معلومولو لپاره وروستۍ سروې په ۱۳۹۵ کال کې شوې چې ښيي ۵۵ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
ښاغلي صدیقي همداشان د نوې کابینې جوړولو په تړاو یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ولسمشر غني غواړي دا ځل یوه مسلکي کابینه جوړه کړي او دې کار لپاره یې ځانګړي معیارونه ټاکلي دي.
صدیقي وویل تازه وزیران باید خلکو ته د خدمت کولو وړتیا ولري او داسې کسان وي چې د خلکو او په ولسي جرګه کې د استازو له خوا ومنل شي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې د اشرف غني اوعبدالله عبدالله ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته د کابینې د وزیرانو معرفي کیدو کې د ځنډ له امله زیاتې نیوکې وشوې.
د همدې ترڅنګ د سولې بهیر پرمخ بیولو لپاره د حکومت پڅ حرکت هم تر جدي نیوکې لاندې دي.
د ولسمشر ویاند د نن ورځې ناسته کې وویل چې حکومت تر خپلې ژمنتیا اقدام کړی، د طالبانو زیات شمیر بندیان یې ازاد کړي او همداشان یې د جګړې شدت کې هم کموالی راوستلی دی، خو طالبانو په مقابل کې نه یواځې دا چې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو یې بریدونه لا زیات کړل.
اوس داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې بهیر د بندیانو خوشې کیدو کې مخالفتونو له امله له بندښت سره مخ شوی دی.