د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب د پاکستان وروستیو راکټیزو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا بریدونه به نور بې ځوابه پاتې نشي.
ښاغلی محب تیره ورځ ننګرهار او نن کونړ ولایت ته تللی دی.
د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي یې نن سهار په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې پکښې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او خلک پکښې وژل شوي او ټپیان وو.
د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې وویل، چې دوښمن د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په مرسته غواړي، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات ایجاد کړي، خو په خبره یې چې دوی باید پوه شي، چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.
محب پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو غږ وکړ، چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دوښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.
په وروستیو څو ورځو کې پر کونړ د پاکستان راکټیزو بریدونو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.