د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر دریم کنډک ځانمرګی برید شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یک تلویزیون ته وویل چې دا برید نن ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې شوی دی.
سرچینې وویل په دې برید کې د دریم کنډک د ارکانو رئیس د اوپراسیون امر وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوه ځانمرګي بریدګر چې یوه بار وړونکي لارۍ موټر کې سپور و، نن له غرمې وروسته د سید اباد ولسوالۍ ( جغتو دوه لارې) سیمه کې د ملي اردود موټرو کاروان باندې ځانمرګی برید کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې پيښه کې د ملي اردو ۸ تنه سرتیري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.