په کندز او باغیس ولایتونو کې ۱۲ امنیتي سرتیري د طالبانو د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.
د کندز د والي ویاند، عصمت الله مرادي نن دوشنبه یک تلویزیون ته وویل چې طالبانو تیره شپه د کندز ښار دویمې ناحیې اړوند شینواري سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ.
د ښاغلي مرادي په وینا په دې برید کې چې د سهار تر دریو بجو پورې یې دوام وکړ، پنځه سرتیري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
همداشان د کندز علي اباد ولسوالۍ لارې په اوږدو کې هم د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې درې سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې بریدونو کې ۷ طالب وسله وال هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې طالبانو د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.
د قادس ولسوالۍ ولسوالۍ، محمد حیدر شریفي ویلي په دې پيښه کې څلور د ملي اردو سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دې نښته کې یو طالب وسله وال هم وژل شوی دی.
طالبانو وروستیو څو اونیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.