د طالبانو د سیاسي دفتر غړي وایي حکومت ته د دوی د بندیانو ورکړل شوي لیست کې هیڅ بهرنی کس نشته او حکومت اړ دی چې دوی ټول خوشې کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر یو تن غړي شهاب الدین دلاور د افغانستان دولت د بین الافغاني خبرو د ځنډیدو او افغانستان کې د جګړې د دوام لامل بللی.
د طالبانو بل غړي دین محمد حنیف هم د دوی د بندیانو پر خوشې کیدو او د مخامخ خبرو پر پیلیدو ټينګار کړی دی.
بل طالب چارواکي نورالله نوري هم ویلي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند نشتون له امله د افغان حکومتي ځواکونو پر وړاندې جګړه دوام کوي.
د همدې ترڅنګ، بل طالب مشر مولوي محمد نبي عمري ویلي چې حکومت ته د دوی له خوا په ورکړل شوي لیست کې به بدلون رانشي او حکومت باید د بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره د دوی ټاکل شوي بندیان ازاد کړي.
محمد نبي دا هم ویلي چې د دوی د بندیانو په لیست کې هیڅ بهرنی وګړی نشته او که چیرې حکومت دا ادعا لري، نو خپل اسناد دې وړاندې کړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو ۴۴۰۰ تنه بندیان ازاد کړي او وایي چې پاتې ۶۰۰ تنه نور یې جدي ستونزې لري او هیڅ قانون یې د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.