د حکومت مرکچي پلاوي یو شمیر غړي وایي لاهم د افغانستان د سولې بهیر نازک دی او تر اوسه ورته د باور فضا نه ده جوړه شوې.
دوی وایي د هغو طالب بندیانو دوسیې به چې حق العبدي ستونزه لري، د افغانانو ترمنځ خبرو کې مطرح شي.
د مصالحې عالي شورا هم وایي تمه لري چې طالبان ډیر ژر د سولې خبرو ته ځان چمتو کړي.
خو طالبانو نږدې سرچینې وایي دوی تر اوسه خپل دریځ نه دی بدل کړی، خو ترڅنګ یې د دوی تخنیکي ټیم د حل لارې موندلو په لټه کې دی.
د افغانستان دولت تر اوسه د طالبانو نږدې ۴۴۰۰ تنه بندیان خوشې کړي او د ۶۰۰ نورو له خوشې کیدو یې ډډه کړې ده.
حکومت وایي پاتې زندانیان جدي ستونزې لري او طالبان باید د دوی پر ځای نور کسان په نښه کړي.
خو طالبان بیا د همدغو کسانو پر خوشې کیدو ټینګار کوي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم وایي تر اوسه داسې طرحه چې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي، نه ده جوړه شوې.
وروستیو څو اونیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتیدو هم سولې ته د خلکو هیلې کمې کړي دي.