د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي د روان ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پيښې ثبت شوي دي.
د دغې کمیټې د معلوماتو پر اساس، طالبان او داعش ډلې او له هغه وروسته حکومت، د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالی لوی عوامل بلل کیږي.
دغې کمیټې د افغانستان له مذاکره کوونکي پلاوي غوښتنه کړې چې د سولې خبرو کې د بیا ازادۍ او رسنیو د ارزښتونو کلکه دفاع وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیدو په تړاو هم اندیښنه څرګنده کړې ده.
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پيښې داسې ښودل شوي دي.
دوه د قتل پيښې
شپږ د ټپي کیدو پيښې
شپږ د وهلو او ډبولو پيښې
نهه د سپکولو پيښې
څلور د برمته کیدو پيښې
اووه د ګواښولو پيښې
دوه د شوکونې پيښې
او یوه مورد د میاشتني معاش نه ورکولو پيښه
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په وینا طالبان او داعش د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښلو د ۱۸ پيښو عاملین او له هغه وروسته حکومت ۱۳ مواردو کې پړ بلل شوی دی.
په وروستي مورد کې په کابل کې د خورشید تلویزیون د کار کوونکو موټر باندې ماین چاودنه وشوه، چې پایله کې یې دوه تنه ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
کمیټه وایي دا پيښه ښيي چې خبریالان د طالب او داعش ډلو د هدفونو په سر کې دي.
بله خوا، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په خپله ټویټر پاڼه کې د بیان ازادي او رسنۍ د جمهوري نظام اصلي محور بللی او ویلي دي چې حکومت به د سولې خبرو کې ترې کلکه دفاع وکړي.