افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي تر هغه چې د افغان ځواکونو د بندي سرتیرو برخیلک معلوم نشي، د سولې بهیر به پر وړاندې لاړ نشي.
ولسمشر غني پرون پنجشنبې غزني ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې ویلي د طالبانو بندیان یې ددې لپاره ازاد کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو اسیران خوشې شي.
ښاغلي غني که څه هم ټینګار کړی چې افغان حکومت د جګړې ختمیدو او سولې تامین لپاره ژمن دی، خو زیاته کړې یې ده چې د سولې په تړاو وروستۍ پریکړه د هیواد وګړي کوي.
ولسمشر غني په غزني کې له دیني عالمانو غوښتي چې پر طالبانو د اوربند غږ وکړي.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۴۴۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر پرون په یوه خبري ناسته کې وویل د طالبانو پاتې ۶۰۰ تنه بندیان جدي ستونزې لري چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې هیڅ قانون یې د خوشې کیدو اجازه نه ورکوي.
حکومت له طالبانو غوښتي چې پاتې بندیانو پر ځای نور نومونه حکومت ته وسپاري، خو طالبانو له دې کاره ډډه کړې ده.
بله خوا، طالبان او امریکا یو او بل د قطر هوکړې پر ماتولو تورن کړی دی.