د ختیځ زون د سرحدي ځواکونو لوا وایي که پاکستان پر ډیورنډ لګول شوې دروازه په خپله خوښه لرې نه کړي، نو دا کار به د ځواب په زور وکړي.
پاکستاني پوځیانو د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ څڅوبې کنډو سیمه کې پر ډيورنډ کرښه نوې دروازه لګولې ده.
د پاکستان دا کار دیخوا افغانستان کې د ولس توند غبرګون سره مخ شوی دی، خو افغان حکومت یې تر اوسه پر وړاندې کوم جدي اقدام نه دی کړی.
د څڅوبي کنډو اوسیدونکي وایي کیدای شي دا دروازه د افغان حکومتي چارواکو په خوښه لګول شوې وي، خو د ننګرهار سیمه ییزه اداره وایي دوی سره په دې اړه هیڅ همغږي نه ده شوې.
د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قومندان، ایوب حسین خیل ویلي که چیرې پاکستاني ځواکونه دا دروازه لرې نه کړي، نو دوی به دا دروازه د پوځي ځواک په مرست له منځه یوسي.
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړو هم سرحدي ځواکونه یادې برخې ساتلو کې ناکامه بللي او د مرکزي حکومت خاموشي د پوښتنې وړ بولي.
نیوکې له هغه وروسته زیاتې شوې چې د دور بابا پخوانی ولسوال همیشه ګل په ناڅاپي ډول له دندې لرې کړل شو.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې هم د پاکستاني پوځیانو راکټیز برید کې نهه تنه ولسي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.