د کابینې د نوې پریکړې له مخې ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکې زمري میاشتې په ۱۵مه نیټه پيل شي.
لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دا ښوونیز بنسټونه په داسې حال کې پیلیږي، چې د روغتیا وزارت د ارزونې له مخې د کرونا ویروس خپریدل تر ټاکل شوې مودې زیات نشي.
د کابینې د پریکړې له مخې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې به ټولو روغتیایي لارښوونو ته په پام سره پرانستل کیږي.
افغانستان کې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د کرونا ویروس د خپریدو له امله تړل شوي دي.