مارشال عبدالرشید دوستم افغانستان کې د جګړې دوام په صورت کې طالبانو ته د سخت غبرګون خبر داری ورکړی دی.
مارشال دوستم په هیواد کې د سولې روان بهیر مبهم او د پوښتنې وړ بللی دی.
هغه تیره شپه په جوزجان کې د خبرو پرمهال ویلي دا څنګه سوله ده چې طالبان له یوې خوا سوله کوي او له بلې خوا یې د جګړې لمن پراخه کړې ده.
ښاغلي دوستم له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او که داسې ونه کړي، نو تر واک لاندې خاوره او ترلاسه کړی اعتبار به هم له لاسه ورکړي.
دوستم وویل د طالبانو د جګړې دوام به ددې سبب شي چې وطن پالونکي میدان ته شي او دغه وسله واله ډله د افغانستان له جغرافیې د باندې کړي.
ټاکل شوې نن چهارشنبه د جوزجان په مرکز شبرغان کې د یو لړ ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي.