د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د مخفي پولیسو د رامنځته کیدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال، عبدالصبور قانع چې نن سه شنبه یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې دغه پولیس به د هیواد د نوي امنیتي میثاق له مخې په شخصي موټرو کې ګرځي او د توندلارو او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې به مرسته کوي.
دا پولیس به د هغو منیتي چارواکو د غفلت او سرغړونې رپوټ هم ورکوي، چې د دندې پرمهال له صلاحیتونو ناسمه ګټه اخلي یا خپلې دندې سمې نه ترسره کوي.
ښاغلي قانع وویل دا میثاق له تیرې یوې اونۍ راهیسې کابل کې عملی شوی او زیاتې لاسته راوړنې یې لرلي دي.
دا میثاق په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین لپاره عملي کیږي چې لومړی پیل یې له کابله شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي سلاکار وویل په دې پروګرام کې نوي ګمارنې او امکانات نشته، بلګې د سیمې له خلکو، مشرانو او متنفذینو سره به تړون کیږي او دوی به د مجرمینو او ورانکارو په نښه کولو کې له دوی سره همکاري کوي.
هغه وویل په تیرو یوه اونۍ کې د خلکو په همکاري لسګونه کسان نیول شوي او د زیاتو ترهګریزو پيښو مخنیوی شوی دی.
د دې میثاق له مخې د کابل ښار په ۶۶ بیلابیلو برخو کې امنیتي کمرې لګول شوي دي، ترڅو د امنیت ټینګښت او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې مرسته وکړي.
د قانع په وینا له دې وروسته کوچنۍ امنیتي پوستې له منځه ځي او پر ځای ې د سیمې له مشرانو او متنفذینو سره امنیتي تړون او همغږي کیږي.
دا میثاق له هغه وروسته اعلانیږي چې وروستیو څو اونیو کې په کابل او د هیواد یو شمیر نورو ولایتونو کې ترهګریز او جنایي جرمونه لوړې کچې ته ورسیدل.