د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو مایک پمپیو او سرګي لاوروف په افغانستان کې د سولې بهیر پرمختګ او د تاوتریخوالي زیاتیدو په تړاو خبرې کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې سرګي لاوروف او مایک پامپیو د ټیلفوني اړیکې پر مهال په افغانستان کې د جګړې پر ختمیدو او افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د روسیې لاسوهنې په اړه د نیویارک ټایمز رپوټ پر سر بحث کړی دی.
نیویارک ټایمز د رواني میلادي میاشتي لومړیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړ چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي دي؛ هغه څه چې د روسیې له خوا رد شو.
دا خبرې داسې حال کې کیږي چې افغانستان کې د جګړې اور بیا تازه شوی او د هیواد زیات شمیر ولایتونو کې نښتې روانې دي.
طالبانو پرون د نورو بریدونو ترڅنګ، د سمنګان ولایت په مرکز کې د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ.
امریکا د طالبانو دا برید د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې سره په ټکر کې وباله.