د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند په ګرین ویلج یا د ښار په شنه سیمه کې موټر بم چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان دي.
د کورنیو چاوز وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، تېره شپه شاوخوا ۹:۵۵ دقیقې د ګرین ویلج کمپ تر څېرمه د طالبانو موټر بم چاودنې له امله ۱۶ تنه ولسي وګړي او د کمپ کارکوونکي وژل شوي او ۱۱۹ ولسي وګړي تپیان دي.
نصرت رحیمي له قوله، له چاودنې وروسته افغان امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته په وخت رسېدلي او پنځه وسلوال یې چې د برید پلان یې درلود او سیمه کې پټ و له منځه وړي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په چاودنه کې یې په لسګونو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.