د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې لسګونه سرتیري، طالبان او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
کندز
طالبانو تیره شپه شاوخوا نهه بجې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ پادخواب سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې پایله کې ۶ سرتیري ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ویلي چې د سهار تر شپږو بجو پورې د افغان ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه.
په دې پيښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله ور اوښتې ده، خو دقیق شمیر یې نه دی معلوم.
د سرچینې په وینا طالبانو همداشان تیره شپه د دغه ولایت چهاردرې ولسوالۍ دوبندي سیمه کې پر امنیتي پوستې برید کړی، چې پایله کې یې د پولیسو دوه سرتیري ټپیان شوي او برید په شا تمبول شوی دی.
بدخشان
وسله والو تیره شپه د بدخشان ولایت ارغنجخوا ولسوالۍ کې هم پر امنیتي پوستې برید کړی دی.
د بدخشان د والي ویاند، نیک محمد نظري ویلي چې دا برید د طالبانو، القاعده ډلې او داعش وسله والو له لوري ترسره شوی دی.
د ښاغلي نظري په وینا په دې پيښه کې ۷ تنه سرتیري وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
سرچینه وایي په برید کې ۵ تنه برید کوونکي هم وژل شوي او برید په شا تمبول شوی دی.
پروان
د پروان ولایت شینواري ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې پایله کې یې دواړو خواوو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شینواري ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې طالبانو تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د دغې ولسوالۍ اُشترشهر او نمک اب سیمو کې د ملي اردو پر پوستو برید وکړ چې د سهار تر دریو بجو پورې نښته روانه وه.
سرچینه وایي په دې پيښه کې څلور سرتیري او څلور طالبان وژل شوي، پنځه سرتیري ټپيان دي او درې نور یې لادرکه دي.
د سرچینې په وینا طالبان اوس له سیمې تښتیدلي او سیمه د امنیتي ځواکونو په واک کې ده.
بله خوا، د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار پيښه منلې خو وایي تر اوسه یې د تلفاتو په اړه جزیات په لاس کې نه لري.
غزني
د همدې ترڅنګ، د غزني ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي تیره ورځ له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د اسفندې نوغي او شهباز خان سيمو کې د طالبانو بریدونه د افغان امنيتي ځواکونو غبرګون سره مخ شوياو په ترڅ کې یي د بدرالدین د ډلي ۷ تنه طالبان وژل شوي او۶ تنه نور یي ژوبل شوي دي.
په دغو بریدونو کي یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
چارواکي وایي دغو نښتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
کندهار
د هیواد په سویلي ولایت کندهار کې هم د تاوتریخوالي په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي تیره شپه لس بجې په ښورابک ولسوالۍ کې د ملي پوليسو پر قرارګاه د طالبانو له خوا برید د پولیسو له غبرګون سره مخ شوی دی.
سرچینه وایي په دې پيښه کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۵ نور یي ټپیان دي.
پولیسو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
بلخ
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو هم په بلخ ولایت کې طالبانو ته د تلفاتو اړولو خبر ورکړی دی.
شاهین قول اردو نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امنیتي ځواکونو ګډه ګزمه پرون یکشنبه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ پالوزولي سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې راغله، چې د مقابل غبرګون او هوایي مرستې پرمټ د طالبانو د ملا سردار او ملا نقیب ماما د ډلې ۸ تنه وسله وال ووژل شول او ۲ نور یې ژوبل شول.
همداشان پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو اوطالبانو ترمنځ نښته شوې، چې پایله کې یې ۳ تنه طالبان وژل شوي دي.
سمنګان
نن سهار شاوخوا یوولس بجې په سمنګان ولایت کې هم د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست ودانۍ باندې ډلییز برید شوی دی.
لومړی د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر د دغه ریاست ودانۍ مخې ته چاودلی او ورپسې ځیني وسله وال کسان ودانۍ ته ور دننه شوي دي.
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي یک تلویزیون ته وویل چې دغه پيښه کې تردې دمه ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه ټپیان دي.
د ده په وینا امکان شته چې د وژل شوو کسانو شمیر تردې هم زیات شي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
ننګرهار
د ختیځ ولایت ننګرهار چارواکي وایي د دغه ولایت بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې د وسله والو طالبانو بريد په شا تنمبول شوی او په ترڅ کې يې دوه وسله وال وژل شوي او پنځه ټپيان شوي دي.
په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د عشر او زکات مسئول هم نيول شوی دی.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو وړمه شپه د پاڅون کوونکو پر پوستو بريد کړی و، چې د پاڅونوالو او امنيتي ځواکونو ځوابي برید سره مخ شول.
په دې نښته کې يو تن پاڅون کوونکی هم ټپي شوی دی.
همداشان په بامیان او غور ولایتونو کې هم د نښتو رپوټونه خپاره شوي دي، خو د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره یې نه ده معلومه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته تمه وه چې افغانستان کې به د جګړې شدت کم شي او عام افغانان به د ارام ساه واخلي، خو اوس لیدل کیږي چې نه یواځې دا چې جګړه کمه نشوه، بلکې لمن یې نوره هم پراخه شوه.
طالبان وایي تر څو چې د تړون پر اساس، د دوی ټاکل شوي بندیان ازاد نشي او بین الافغاني خبرې پيل نشي، دوی جګړې ته دوام ورکوي.
افغان حکومت بیا له طالبانو غواړي چې د بین الافغاني خبرو پیلیدو لپاره له جګړې لاس واخلي.