د وسله والو یوې ډلې د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست برید کړی دی.
دا پيښه نن دوشنبه سهار شاوخوا یوولس بجې شوې ده.
سرچینه یک تلویزیون ته وایي لومړی د ملي امنیت ریاست دروازې مخې ته موټربم چاودنه وشوه او ورپسې څو تنه وسله وال د ریاست ودانۍ ته دننه شول او نښته پیل شوه.
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي یک تلویزیون ته وویل چې د دغه ولایت د نن ورځې پيښه کې تردې دمه ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه ټپیان دي.
د ده په وینا امکان شته چې د وژل شوو کسانو شمیر تردې هم زیات شي.
ښاغلي ابراهیمي یک وویل چې د نن ورځې برید کې ۴ تنو بریدګرو برخه اخیستې وه او څلور واړه د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې پيښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته تمه وه چې افغانستان کې به د جګړې شدت کم شي او عام افغانان به د ارام ساه واخلي، خو اوس لیدل کیږي چې نه یواځې دا چې جګړه کمه نشوه، بلکې لمن یې نوره هم پراخه شوه.
طالبان وایي تر څو چې د تړون پر اساس، د دوی ټاکل شوي بندیان ازاد نشي او بین الافغاني خبرې پيل نشي، دوی جګړې ته دوام ورکوي.
افغان حکومت بیا له طالبانو غواړي چې د بین الافغاني خبرو پیلیدو لپاره له جګړې لاس واخلي.