د هند د سینما وتلي ستوري امیتاب بچن د کورنۍ د غړو د کرونا ټسټونه مثبت اعلان شوي دي.
د امیتاب بچن او د هغه د زوی ابیشک بچن د کرونا ټسټونه پرون مثبت اعلان شوي و.
خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر اساس، نن ایشواریا رای او د هغې لور هم د کرونا پر ویروس اخته اعلان شوي دي.
امیتاب بچن پرون په خپله ټویټر پاڼه کې د خپلې ناروغۍ خبر ورکړ او ویې ویل چې روغتون ته لیږدول شوی دی.
د هند د مهاراسترا ایالت د روغتیا وزیر، راجیش په یوه ټویټ کې ویلي چې د ایشواریا او د هغې د اته کلنې لور د کرونا ټسټونه شوي او دواړه مثبت وتلي دي، خو معلومه نه ده چې کور کې قرنطین دي که روغتون لیږدول شوي دي.
روغتیاپالانو د دغې کورنۍ د غړو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.