د بې پولې خبریالانو سازمان افغان حکومت د خبریالانو ګواښولو او د رسنیو قانون په پام کې نه نیولو باندې تورن کړی دی.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې په خوست او ننګرهار کې د دوو خبریالانو نیولو ته په اشارې سره له ولسمشرغني غوښتي چې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي، ترڅو رسنۍ خپله د اطلاع رسونې دنده له خنډ پرته سرته ورسوي.
د دغه سازمان د تور درې مهم ټکي:
ولسمشر ته د سپکاوي په تور زابل کې د بیا راډیو د خبریال محبوب الله حکیمي نیول او د ملي امنیت عمومي ریاست له خوا ترې په زوره اعتراف اخیستل.
پاکستان ته د مصنوعي تنفس ماشینونو قاچاق په تړاو رپوټ خپرولو له امله د پژواک خبري اژانس پر چارواکو مستقیم او غیر مستقیم فشارونه.
او خوست کې د محکمې له حکم پرته د د رویټرز خبري اژانس همکار او سیمه ییز خبریال فاروق منګل د کور تلاشي کیدل او د هغه نیول کیدل.
افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ او د خبریالانو د خوندیتوب بسټونو د بې پولې خبریالانو خبرپاڼه، په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ننګونو یوه بیلګه بولي او اطلاعاتو ته لاسرسي باندې محدودیت له امله نیوکه کوي.
د بې پولې خبریالانو سازمان کې د افغانستان او ایران د دفتر مسوول رضا معیني له ولسمشر غني غوښتي چې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي، ترڅو رسنۍ فساد سره د مبارزې په ګډون د اطلاع رسونې دنده له خنډ پرته پرمخ بوزي.
دا په داسې حال کې دي چې د ولسمشر ویاند د تیرې دوشنبې په ورځ وویل چې ښاغلی حکیمي خبریال نه دی، بلکې د حج او اوقافو ریاست رسمي کار کوونکی دی او انظباطي چلند ورسره کیږي.