د هرات ولایت ځایي چارواکي او اوسیدونکي په دغه ولایت کې پر نیشه یي توکو د ردوږدي کسانو ډیریدو ته اندیښمن دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي حکومت هغلته د مخدره توکو د خرڅلا او پلور مخنیوي لپاره هیڅ کوم اقدام نه دی کړی او پایله یې هم داده چې معتادین یې ورځ تر بلې زیاتیږي.
د ښار اوسیدونکي وایي پر نیشو روږدي کسان شپه او ورځ په پارکونو، پلي تګ لارو او د سړکونو ترمنځ ګلدانونو کې پراته دي.
د هرات د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکي هم له دې امله اندیښمن دي چې پر نیشو ردوږدي کسان په شنو سیمو کې پراته دي.
د هرات سیمه ییزه اداره وایي هرات کې د مخدره توکو د کارونې سطحه تر اوسه د نیشه یي توکو لوړو عناصرو ته نه ده رسیدلې او ترڅنګ یې بیکاري د دې لامل شوې چې ځوانان د نیشه یي توکو کارونې ته مخه وکړي.
د هرات والي ویلي چې دغې پدیدې مبارزې لپاره باید عادي ژوند ته د روږدو کسانو د بیرته ګرځيدو لپاره زمینه برابره شي.
رسمي شمیرې ښيي چې هرات کې همدا اوس څه باندې ۷۰زره روږدي کسان په لارو کوڅو، شنو سیمو او پارکونو کې اوسیږي.