ولسمشر اشرف غني کابل کې د یوې نړیوالې ناستې پرمهال ویلي طالبان کولی شي چې د ټاکنو له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي.
دا ناسته پرون پنجشنبه په کابل کې د سولې لپاره د اجماع قوي کولو ترنامه لاندې جوړه شوې وه او موخه یې هم داوه چې افغان سولې لپاره د نړیوالو ملاتړ ترلاسه شي.
دا ناسته چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه، د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نږدې پنځلسو هیوادونو استازو پکې ګډون کړی و.
ولسمشر د خبرو پرمهال وویل چې افغان دولت افغانستان کې د جګړو ختمولو او سیاسي هوکړې ته رسیدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده لري.
هغه ویلي: “طالبان کولی شي په اسلامي جمهوري نظام کې خپل حضور سره په پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي او خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي.”
د ناستې بهرنیو ګډونوالو هم د جمهوري نظام او وروستیو لاسته راوړنو ساتلو باندې ټینګار کړی او له سولې وروسته د همکاریو د دوام ژمنه یې کړې ده.
د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هم په دې غونډه کې ویلي چې د سولې بهیر کې به د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو دفاع کوي.
عبدالله ویلي: “کله چې زه د هوکړې او مصالحې خبره کوم په دې مانا نه ده چې دا هوکړه د لاسته راوړنو او د خلکو اساسي حقونو په قیمت ترلاسه شي. هغه نړیوال ارزښتونه چې زموږ په باور، د افغانستان خلک یې لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي دي.
افغان حکومت د تیرې اونۍ په بهیر کې دوه نورې سیمه ییزې او نړیوالې ناستې هم درلودې.