نړیوال بانک په افغانستان کې د کرونا ویروس اقتصادي او ټولنیزو اغیزو سره مبارزې لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرسته پرون پنجشنبې د بانک د مدیره پلاوي له لوري تصویب شوې ده.
په اعلامیه کې ویلي شوي چې کرونا ویروس پر مختلفو سکټورونو لکه اقتصادي، روغتیايي او ټولنیز باندې اغیز کړی چې پایله کې د اقتصادي ودې او ملي عوایدو د کمیدو لامل شوی دی.
نړیوال بانک تمه کړې چې د افغانستان دولت ددې مرستې په وسیله د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې اوضاع ښه والي او بنسټیزو کارونو لکه د برښنا تامین، پاک اوبو ته لاسرسی او مخابراتي خدماتو برخې ښه والي لپاره اساسي اقدامات ورکړي.
افغانستان کې څه باندې ۳۳ زره کسان کرونا ویروس باندې اخته شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور ترې مړه شوي دي.