د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله د خپلو ۱۳ تنو نوماند وزیرانو لیست ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم مني چې د عبدالله ډلې له لوري یې د دوی د نوماند وزیرانو نوملړ ترلاسه کړی دی، خو لیست کې د بدلون احتمال په اړه څه نه وایي.
عبدالله تیره شپه د هغو ۱۳ کسانو نوملړ ولسمشر ته ورلیږلی چې غواړي د کابینې څوکیو ته یې وګماري.
په دغه نوملړ کې لاندې څيرې شاملې دي:
مسعود اندرابي کورنیو چارو وزارت لپاره، فضل احمد معنوي عدلیې وزارت لپاره، انوارالحق احدي د کرنې وزارت لپاره، نور الرحمان اخلاقي د کډوالو وزارت لپاره، محب الله صمیم د سرحدونو، اقوامو او قبایلو وزارت لپاره، مصطفی مستور سولې چارو کې د دولت وزارت لپاره، معصومه خاوري د مخابراتو وزارت لپاره، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او صنعت وزارت لپاره، سید سعادت منصور نادري د اقتصادي وزارت لپاره، بشیر احمد تینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره، کنشکا ترکستانی د لوړو زده کړو وزارت لپاره، عباس بصیر د ترانسپورت وزارت لپاره او نجیب اقا فهیم د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزارت لپاره ور پیژندل شوي دي.
په دې نوملړ کې همداشان عزیزالله اریانفر د اداري اصلاحاتو کمیسیون لپاره نومول شوی دی.
د قانون له مخې دغه نوماند وزیران باید د باور رایو اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي شي.
ولسي جرګه وایي که چیرې د کابینې غړي نږدې ورځو کې دوی ته معرفي نشي، نو اړ کیږي چې خپلې رخصتي وځنډوي.
ولسمشر غني هم تر دې مهاله د خپلې برخې ۷ نوماند وزیران معرفي کړي او د ملي دفاع، اوبو او انرژۍ او د کلیو پراختیا وزارتونو لپاره لا نوې څيرې نه دي معرفي کړي.