سرچینې وایي طالبانو افغان حکومت ته د خپلو خوشې کیدونکو بندیانو نوی لیست ورکړی دی.
پر دې اساس، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو پر سر رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده.
رویټرز خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت شورا سرچینو له خولې لیکلي چې طالبانو د زندانیانو یو نوی لېست افغان حکومت ته سپارلی او له مخې به یې پخواني لېست کې د راغلو ۵۹۲ بندیانو پر ځای په همدې شمېر نور کسان په ګوته کېږي او د افغان حکومت له زندان خوشي کېږي.
د ملي امنیت شورا وایي دوی د طالب بندیانو خوشې کیدو ته دوام ورکوي، خو هغه کسان چې د مخدره توکو قاچاق او جنایي جرمونو کې نیول شوي، نه خوشې کیږي.
د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه نږدې ۴زره طالب زندانیان د افغان حکومت له لوري خوشي شوي دي او طالبانو هم د افغان حکومت ۷۳۷ زندانیا خوشې کړي دي.
په همدې حال کې، کابل کې د اسټرالیا او کاناډا سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل، سولې ته د رسیدو هیله له ګواښ سره مخ کوي.
بل لوري ته لیدل کیږي چې طالبانو د جګړو زیاتولو ترڅنګ، د سولې خبرو ته هم چتووالی نیسي.
د طالبان مشر اوس تازه د عبدالحکیم اسحاق زي، نور محمد ثاقب، عبدالکبیر ځدران او شرین نوروزي په نومونو څلور کسان د سولې مرکچي پلاوي کې ور اضافه کړي دي.