د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، نن دوشنبه ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د کندز ښار په سه درک سیمه کې د لویو لارو د لومړي ټولي پر ځواکونو ځانمرګی برید شوی.
د نصرت رحیمي په خبره، په پیښه کې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۵ ولسي وګړي ټپیان دي. تردې دمه کومې ډلې د پیښې پړه نه ده منلې.
دې ته ورته وړمه ورځ هم په دغه ښار ځانمرګی ترسره شو چې له امله یې ددغه ولایت د پولیسو ویاند سید سرور حسیني په شمول لس تنه وژل شول او ددغه ولایت د امنیه قومندان په شمول ۵ تنه نور ټپیان شول.