د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان کې بې وزلو کسانو ته د خوراکي توکو رسولو په موخه ۴۹ میلیون ډالر مرسته کوي.
ټاکل شوې ده چې دا مرسته د خوړو نړیوال سازمان له لارې اړمنو کسانو ته ورسول شي.
افغانستان کې د دغه پروګرام مرستیال ویلي دا مرستې یې داسې حال کې ترلاسه کړي چې نږدې څلور میلیونه افغانان د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي.
دا مرسته په سر کې هغو نږدې یو میلیون کسانو ته رسول کیږي چې د جګړې او طبیعي ناورینونو له امله زیانمن شوي دي.