ولسمشر غني وایي د سولې په تړاو هره وروستۍ پریکړه یواځې ولس کولی شي او هیڅوک نشي کولی چې پر دوی سوله وتپي.
ښاغلي غني دا خبرې نن چهارشنبه په کاپيسا ولایت کې په یوه غونډه کې کړي دي.
هغه وویل داسې سوله نه غواړي چې د خلکو او هیواد د بربادۍ سبب شي، بلکې هغه باید د خلکو د خوشحالۍ سبب شي.
ولسمشر وویل د سولې لپاره ملي اجماع جوړه شوې ده، خو په وینا یې داسې خلک هم شته چې فکر کوي له طالبانو سره ګډ حکومت جوړولو سره به محاکمه کولو خلاص شي.
ولسمشر غني په اسلامي نظام کې د طالبانو ادغام خپله دنده وبلله.
ولسمشر غني همداشان وویل بیا اجازه نه ورکوي چې د هیواد چورلکې د تیر په څير په بهرنیو هیوادونو کې د کباړ په توګه وپلورل شي.
دا په داسې حال کې دي چې د بندیانو تبادله کې د اختلاف له امله دا بهیر د اوس لپاره دریدلی دی.
افغان حکومت څو ورځې اعلان وکړ چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له ډلې نږدې ۶۰۰ تنه طالب بندیان نه خوشې کوي.
طالبانو هم تر اوسه د حکومت اړوند بندیان نه دي خوشې کړي.
له همدې امله وروستیو اونیو کې د جګړو شدت هم زیات شوی دی.
همداشان په کابل، کندهار او غزني ولایتونو کې په جلاجلا پيښو کې ۶ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.