د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې مهالویش اعلان کړ.
دازموینو ملي ادارې ویلي د کانکور ازموینې به تر راتلونکو دولسو ورځو پورې پیل شي او ولایتونو کې به تر دوو میاشتو دوام کوي.
د دې ازموینو پایلې د سرتاسري ازموینو له پای ته رسیدو پنځلس ورځې وروسته اعلانیږي.
همداشان د کانکور د داوطلبانو د بایومټریک بهیر هم چنګاښ یا سرطان میاشتې په ۲۶مه نیټه پيلیږي.
د کانکور لومړنۍ ازموینه په کندهار او ځينو نورو ولایتونو کې د سرطان میاشتې په ۲۹مه یعني دولس ورځې وروسته پيلیږي.
داسې حال کې چې د کانکور ازموینو کې د راټولیدنې پرمهال د کرونا ویروس د خپریدو ویره هم شته، خو د ازموینو ملي اداره وایي دې چارې لپاره یې لازم چمتووالی نیولی دی.
د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه د پوهنتونونو خلاصیدو طرحې په تړاو د کابینې پریکړې ته په تمه دی.
که چیرې کابینه دا طرحه تصویب کړي، نو د پوهنتونونو دروازې به هم د روانې میاشتې په ۲۱مه نیټه پرانستل شي.
افغانستان کې ښوونیز سیستم د کرونا ویروس خپریو له امله نږدې څلور میاشتې کیږي چې ځنډیدلی دی.