په فراه ولایت کې ځایي چارواکي وایي ۱۳ تنه سرتیري او ملکي وګړي پرون او نن په جلا جلا پيښو کې وژل شوي دي.
د زابل د شینکۍ ولسوالۍ ولسوال امیر جان الکوزی وایې، تېره ورځ مازدیګر د زابل په شینکی ولسوالۍ کې په دوو جلا ماین چاودنو کې۶ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
بل لور ته د شهرصفا ولسوالۍ امنیتي مسولین وایې، تیره ورځ د یوه نفوذي کس له لوري یوې پوستې سقوط کړی چې ۴ پولیس پکې وژل شوي دي.
همداشان د زابل امنیتي مسولین وایې، نن سهار د مرکز کلات اړوند سپینه غبرګه سیمه کې وسله والو طالبانو درې کسان دولت ته د جاسوسۍ په تور نیولي او وژلي دي.
زابل د هیواد په شمال ختیځ کې هغه ولایت دی چې وخته ناوخته د طالبانو د ډلییزو بریدونو او چاودنو رپوټونه ترې خپریږي.