روشن مخابراتي شرکت خپله د جوړیدو پنځلسمه کلیزه ولمانځله.
دغه شرکت په خپله پنځلس کلنه لمانځغونډه کې ژمنه وکړه چې مخابراتي او نورو ټولنیزو برخو کې خپل فعالیتونه زیاتوي.
د دغه شرکت اجراییه مشر کریم خواجه کابل کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وویل: “موږ د افغانستان ولس او حکومت ته ژمن یو او هڅه کوو چې دولت سره نږدې همکاري وکړو او د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره عامه خدمتونه ښه کړو.”
روشن په افغانستان کې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې خپل فعالیتونه پيل کړل؛ کوم وخت چې یواځې سل زره کسانومخابراتي خدمتونو ته لاس رسۍ درلود، خو اوس دغه شرکت نږدې شپږو میلیونو کسانو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د یوه مخکښ پانګوال په دوګه، د مخابراتو او ټیکنالوژۍ پراختیا لپاره ۷۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
دغه شرکت د ام-پیسه په نوم پولي خدمت او د ټیلي مډیسن په نوم د درملنې خدمتونه هم فعال کړي دي.
روشن وایي د ټیلي مډیسن ټیکنالوژۍ په مرسته په بدخشان، بامیان او کندهار ولایتونو کې روغتونونه کابل کې د فرانسې روغتون سره نښلولي او تر اوسه یې د نږدې ۳۰ زره کسانو درملنه له دې لارې کړې ده.
روشن په تیرو پنځلسو کلونو کې ۱۱ ښوونځي، د انټرنټ له لارې ۳۰ ښوونیز مرکزونه، ۲۴۴ کړۍ د اوبو څاګانې ۵۴ تفریحي میدانونه او لسګونه نورې ټولنیزې پروژې هم پلي کړي دي.
روشن ۹۰۰ کار کوونکي لري چې شل سلنه یې میرمنې دي او همداشان یې په غیر مستقیم ډول ۳۵ زور کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
خو د دې ټولو ترڅنګ، پر دغه شرکت د هیوادوالو له لوري نیوکې هم کیږي.
داچې د انټرنیټي خدمتونو بیې لوړې دي، پټو خدمتونو فعالولو سره د پیرودونکي پیسې لګوي او د انټرنټ کڅوړو په ختمیدو سره په اتومات ډول د پیرودونکو پاتې پیسې هم لګول کیږي.