د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې چې اسلام اباد ته سفر وکړي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان که څه هم په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې او همکارۍ مخ په ښه کیدو دي.
عبدالله عبدالله په یوه ټویټ کې د پاکستان بلنه منلې او ویلي یې دي چې یوه مناسب وخت کې به یاد هیواد ته سفر وکړي.
د یادولو ده چې اوس ورځو کې د افغانستان د سولې او بین الافغان ناستې خبرې یو ځل بیا د ژبو پر سر دي.
خو تر اوسه دې چارې لپاره تر ټولو لوی خنډ چې د دواړو خواوو د بندیانو خوشې کیدل دي، له مخې نه دی پورته شوی.
افغان حکومت پرون اعلان وکړ چې د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو له ډلې، شاخوا ۵۰۰ تنه یې نه خوشې کوي.