د ملګرو ملتونو د جمعیت صدوق په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې ۲۸سلنه نجونې له ۱۸ کلونو کم عمر کې ودیږي.
د دې رپوټ پر اساس، څلور سلنه نورې نجونې بیا له ۱۵ کلونو کم عمر کې واده ته اړ ایستل کیږي.
په رپوټ کې راغلي اوس حال کې ۷.۵ میلیونه میرمنې چې د کار عمر کې دي، هیڅ کار نه لري او یواځې ۲۵ سلنه میرمنې په کار بوختې دي.
ملګري ملتونه وایي اوس هم په بیلابیلو چوکاټونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري.
بله خوا، د ښځو چارو وزارت وایي د نجونو اجباري ودونه د تیر په پرتله کم شوي دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو یو لوی عامل بې وزلي او بې کاري ښودل شوي دي.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو پرمهال د بې وزلۍ کچه له ۲۵ سلنې ۳۷ سلنې ته پورته شوې ده.