غزني ولایت مقام رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، ددغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې د محلي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او درې محلي پولیس ټپیان دي.
د خبرپاڼې له قوله، تېره شپه ناوخته دغه ځواکونه د قرباغ ولسوالۍ په خونیان سیمه کې د ګزمې په حال کې وو چې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه یې تراوسه کره معلومات نشته.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې لس سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.
بلخوا دغه ولایت چارواکي وایي چې، په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو د درملني مرکز او دوولس طالبان له منځه يوړل شوي دي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې،د ناوي ولسوالۍ باﺯار ته څيرمه بيګاه شپه افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو اړوند يو روغتيايې مرکز چې پکي د پاکستانيو اتباعو لخوا د طالب ټپيانو درملنه کيده له منځه وړى او پکي ۱۲ تنه طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، ياد عمليات چې د شپي۱۰:۰۰ بجي پيل شوي چې پکي د طالبانو اړوند ۱۲ عرادي بيلابيل ډوله موټر او ۱۲ عرادي موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.