افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي د بین الافغاني خبرو ځنډیدل، د سولې ویجاړوونکو ته زمینه برابروي.
خلیلزاد په خپلو نویو ټویټونو کې ویلي چې له افغان مشرانو ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ویډیو خبرو کې یې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د ستونزو پر ختمیدو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ د افغان سولې په تړاو درې مهمې ناستې وشي.
بهرنیو چارو وزارت وایي په دې ناستو کې به د شلو هیوادونو استازي ګډون کوي او هڅه داده چې افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شي.