د امریکا د ولسي جرګې د پوځي خدماتو کمیټې داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل محدودوي.
د امریکا قانون جوړونکو ویلي له افغانستانه د سرتیرو ایستل باید د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات زیانمن نه کړي.
دوی ویلي امریکا باید له افغانستان خپل ټول سرتیري ونه باسي.
یو شمیر امریکایي چارواکو ویلي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ټاکنو تر وروستۍ کیدو پورې په افغانستان کې د ۴۰۰۰ سرتیرو ساتلو باندې سلا شوی دی.
ټرمپ په پام کې لري چې پاتې څه باندې څلور زره سرتیري له افغانستانه وباسي.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۸زره او ۴۰۰ سوه سرتیري لري.