د بلخ په مرکز مزار شریف کې د دوو پرلپسې چاودنو په نتیجه کې لس کسان مړه او ټپيان شوي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وایي تیره شپه شاوخوا نهه بجې د ښار دریمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې پوځي دوه سوه بستریز روغتون ته څیرمه په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه.
دویمه چاودنه هغه مهال شوې چې امنیتي ځواکونه د پيښې سیمې ته ورغلل.
د ښاغلي عادل په وینا په دې پيښه کې یو ملکي کس او یو سرتیری وژل شوي او اته نور کسان چې څلور یې ملکیان دي، ټپیان شوي دي.
د دریمې امنیتي حوزې مرستیال هم د ټپيانو په ډله کې دی.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.