د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې په يوه کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
لغمان ولايت رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، پرون يک شنبه ماښام شاوخوا ۷بجې د الیشنګ ولسوالۍ د شمسه خیلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ پنځه تنه وژلي او شپږ نور ټپیان دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ويلي.
په وژل شويو کې یوه مور او درې اولادونه هم شامل دي.
د لغمان والي محمد آصف ننګ د وسله والو طالبانو دغه ډول کړنه غندلې او دا چاره چې زیان یې ولسي وګړو ته اوړي یو بزدلانه او جاهلانه کړنه بللې ده.