افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
له دې شمیرې ۲۴ یې په کابل، ۲ په ننګرهار او یوه یوه پيښه په بلخ او میدان وردګو کې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې بیا ۵۲۰ تنه له دې ناروغۍ نه روغ شوي هم دي.
روغتیايي چارواکو نن چهارشنبه اعلان وکړ چې په ۳۱۹ تنه نور کسان تازه پر کرونا اخته شوي دي.
دې سره په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیره ۳۱۸۳۶ او د مړو ۷۷۴ تنو ته ورسید.
دغه راز تراوسه دکرونا ۱۵۶۵۱ ناروغان بیرته روغ شوي دي.